ننګرهار کې د «اقلیمي بدلون» غونډه؛ ګډونوال: نړۍ دې له افغانستان سره مرسته وکړي

په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ګډونوالو د دې غونډې په دویمه ورځ د اقلیمي بدلون په اړه خپلې مقالې چې د اقلیمي بدلون پر لاملونو، اغېزو او حل‌لارو ورټولې وې، وړاندې کړې.
د دې غونډې ګډونوالو پر نړیوالو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو او اغېزو د مخنیوي لپاره مرستې وکړي.

ننګرهار پوهنتون روانه اوونۍ د اقلیمي بدلون نړېوالې غونډې کوربه‌توب کوي

ټاکل شوې د لوړو زده‌کړو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي اداره روانه اوونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په نوم نړیواله غونډه جوړه کړي.
چارواکي د دې غونډې د جوړولو موخه د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو د استادانو د علمي او څېړنیزو پایلو وړاندې کول او پر افغانستان د اقلیمي بدلون د هراړخیزو اغېزو په اړه بحث او خبرې کول بولي.

پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې؛ «د ځمکې د تودوخې کچه ۱،۸ درجو ته رسېدلې»

افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله له نورو ډېر اغېزمنېږي. دغه بدلون په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه کرنیز حاصلات کم کړي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، د بې‌موسمه سېلابونو له امله میلیونونو وګړو ته د سر او مال سخت زیانونه اوښتي او د وچکالۍ له امله خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

«د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان یوازې پرېښودل به ناوړه پایلې ولري»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دې تر څنګ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم په هېواد کې د چاپېریال ساتنې اړوند پروژو د ځنډېدو ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

روزا اوتونبایوا: ټول لوري دې د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان په ګټه کار وکړي

داسې مهال چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د کاپ۲۸ په نوم د نړۍ اقلیمي بدلون په اته‌ویشتمه غونډه کې ویلي چې ټول لوري باید د اقلیمي بدلون برخه کې له سیاست لرې او په رغوونکې توګه د افغانانو په ګټه کار وکړي.

یوناما: ۶۰سلنه کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي؛ خلک: حکومت دې یې غم وخوري

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اقلیم بدلون دغه هېواد د اوبو پر سرچینو منفي اغېزې کړي او د څښاک پاکو اوبو ته یې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هغو کورنیو شمېر چې افغانستان کې د اوبو له کمښت سره مخ وې، ۶۰سلنې ته رسېږي.

افغانستان د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ته نه‌دی بلل شوی

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون ۲۷مه سرمشريزه غونډه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د مصر په شرم‌الشیخ کې پیل شوه، څو په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له اړخه پر پېښو ګواښونو بحث وکړي، خو افغانستان د ناڅرګند سیاسي وضعیت له کبله دې غونډې ته نه‌دی بلل شوی.

افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې؛ ا.ا: د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده

د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو په موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. ا.ا ویلي، هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده.

د اقلیمي بدلون اوونۍ او افغانستان کې یې د وضعیت په اړه د چارواکو اندېښنې

اقلیمي بدلون په وروستیو کلونو کې د نړۍ په کچه یوه مهمه ننګونه ګڼل کېږي چې د انسانانو په ګډون یې نور ژوندي حیوانات او په ټوله کې ځمکه له ګواښ سره مخامخ کړې ده. د ا.ا چارواکو نن د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې د اقلیمي بدلون ناوړه پایلو په اړه اندېښنه وښوده.