Asset 1SWN

په وروستیو سېلابونو کې دیارلس کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې دې

20230328_103125-q46mwdkcs88hm8u96xjk1xh1i3u06vsug8rsortgg8

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د روان کال د وري له نهمې تر ۱۳مې پورې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي وايي: «د ولایتونو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو د راپورونو پر بنسټ، دولسو ولایتونو کې سېلابونه راغلي چې له کبله یې درې کسان شهیدان او لس ټپیان دي. ۲۶۱ کورونه لږ یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۱۵۵ څاروي له منځه تللي او له ۳۵۰۰ جریبه ډېره کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.»

د پکتيا د مرکز ګردېز ښار د شېخانو کلي اوسېدونکی وحيدالله چې کور يې سېلابونو ويجاړ کړی، سلام وطندار ته ویلي چې سېلاب یې کور ویجاړ کړی او نور وسایل یې هم له منځه وړي، خو په خبره یې، ځاني زیان ورته نه‌دی اوښتی.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوه باسط رحماني وايي، اقلیمي بدلون او سېلابونه د نړۍ، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ستر ګواښ دی. د نوموړي په وینا، زلزله، ځمک‌ښویېدنه، سېلابونه او وچکالي د اقلیم اړوند پېښې دي او اوس د نړۍ په کچه د ځمکې تودوخه د اقلیمي بدلون لامل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د يادونې ده چې هر کال په پسرلي کې د افغانستان بېلابېل ولايتونه د سېلابونو شاهدان وي او ډېری وخت خلکو ته ځاني او مالي زيانونه هم اړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام