Asset 1SWN

مسکو راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

Moscow

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي نن دا خبره ټاس خبري اژانس ته کړې او زیاته کړې یې ده چې یاده غونډه به راتلونکې اوونۍ جوړه شي. د معلوماتو له مخې، دې غونډې ته د افغانستان استازی نه‌دی وربلل شوی.

ضمیر کابلوف ویلي چې یاده غونډه کې به د مرکزي اسیا هېوادونو، پاکستان، هند او چین د امنیت شورا منشیان د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې اترې وکړي.

کابلوف زیاته کړې: «ګډونوال به سیمه‌يیز وي، د سیمې هېوادونو د امنیت شورا منشیان – زموږ د مرکزي اسیا شریکان او پاکستان، هند او چین را بلل شوي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د څلوراړخیزو امنیتي خبرواترو د څلورم پړاو غونډه د ۲۰۲۲ کال د مې په اووه‌ویشتمه د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې جوړه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام