د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزو پروژو کې د ګډون لپاره چمتو دی.
ضمیر کابلوف تېره ورځ د دغه هېواد له «روسیې۲۴» ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، هر کله چې د افغانستان په اقتصادي پروژو کې د ګډون لپاره له روسیې څخه بلنه وشي، د دغه هېواد دولتي او غیردولتي سازمانونه ورته چمتووالی لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال کابلوف ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه خپلواک او په ځان بسیا حکومت پلوي کوي چې له روسیې سره ښې اړیکې ولري. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همداراز ټينګار وکړ، هېواد یې هوډ نه لري چې د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه ګټه واخلي.
بلخوا کابلوف ویلي چې د امریکا له لوري د افغانستان د پولي زېرمو کنګلېدل، د دې لامل شوي چې د دغه هېواد پیسې ورځ تر بلې راولوېږي.
د نوموړي په وینا، افغانستان دمګړۍ د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دی او باید د دې ستونزې هواري ته پام وشي.
په همدې حال کې نوموړي ویلي، په افغانستان کې یوشمېر زیاتو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د ځان لپاره ډېرې پیسې راټولې کړي چې په ښکاره توګه نه پوهېږي، له دغو پیسو څخه څه ډول استفاده وکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې طالبانو د دغه هېواد له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره د ودانیزو پروژو له هغې ډلې ټاپي پروژه او له ترکمنستان څخه د برښنا لېږد په اړه خبرې کړې دي.