افغانستان د غوښتنې سرچینو او له صنعته لرېوالي له کبله کولای شي د ځمکې کُرې د تودېدو پر وړاندې د نړۍ مشرتوب پر غاړه واخلي چې نړۍ دا یوه بېلګه بللې او کولای شي د نړیوال اقتصادي پرمختیا د سازمان ستاینه او درناوی خپل کړي.

دا څرګندونې په واشنګټن کې د انریف انسټېټیوټ د بنسټګر او رییس سیټ وارین روز دي چې د څېړنې او عدالت غوښتنې له لارې د نړۍ هېوادونو د تلپاتې پرمختیا په برخه کې فعالیت کوي.

د افغانستان د سیاستوالو او مدني فعالانو یوه ډله د فبروري میاشتې په پنځلسمه په واشنګټن کې را ټوله شوې او د افغانستان د تصویر بازآفرینۍ د مجمع لومړنۍ غونډه یې جوړه کړې ده. دا ټولنه د انریف انسټېټیوټ تر چتر لاندې فعالیت کوي.

دا ډله د «د افغانستان د تصویر بازآفرینۍ مجمع» په نوم یوې طرحې باندې کار کوي، څو نړۍ ته د افغانستان یو نوی تصویر وړاندې کړي. په دې طرحه کې، افغانستان کولای شي د فسیلي سرچینو له کارولو پرته خپلې کاني سرچینې را وباسي او د ځمکې کُرې د تودېدو پر وړاندې د مبارزې مشري پر غاړه واخلي.

د یاد انسټېټیوټ بنسټګر سیټ وارن له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې نړۍ، په تېره بډایه هېوادونه په هغه هېواد پسې ګرځي چې د ځمکې کُرې د تودېدو پر وړاندې د مبارزې مشري پر غاړه واخلي او افغانستان د خپل ناصنعتي‌والي موقعیت ته په پام کولای شي چې د ځمکې تودېدو مسلې په مشري اخیستلو سره د نورو هېوادونو لپاره یوه بېلګه شي.

هغه وايي، افغانستان ډېر کانونه لري او خلک یې د ژوند دوام لپاره د هغو را اېستلو ته اړتیا لري، خو که افغانستان دا سرچینې د هغې ډېرې پرمختللې ټکنالوژۍ په وسیله را وباسي چې د دغه هېواد خلکو او چاپېریال ساتنې ته زیان ونه رسوي او د ځمکې کُرې د تودېدو لامل ونه ګرځي، د ۸ میلیارډه کسانو ژوند به وژغوري.

د وارن په باور، افغانستان خپل موقعیت ته په کتو کولای شي له لمر، باد او روانو اوبو نه برښنا تولید کړي او په دې سره به دغه هېواد د فسیلي سوندتوکو له کارونې چې د چاپېریال خرابوالي او د ځمکې تودېدو لامل کېږي، خلاص کړي او په وینا یې، دا د ځمکې له کُرې سره مرسته ده.

د افغانستان تصویر د بازآفرینۍ مجمع له هغو کسانو جوړه ده چې هڅه کوي د اقتصادي پرمختیا په برخه کې د یوه مخکښ هېواد په توګه د افغانستان د راتلونکې یو بېل تصویر وړاندې کړي.

عبدالله خداداد، احمدضیا مسعود، فوزیه کوفي، محمدکاظم همایون، احمدناصر سرمست، میرویس بلخي او یوشمېر نور کسان د دې مجمع غړي دي.

د یادې مجمع یوه غړي عبدالله خداداد سلام‌وطندار ته ویلي، که افغانستان د خپلو سرچینو د را اېستلو لپاره د فسیلي سوځوونکي ونه کاروي، د ځمکې کُرې د تودېدو مخنیوي لامل کېږي او ورځ تر بلې د دې کُرې د تودېدو ډېروالي په مخنیوي سره انسانان د ځمکې ډېر تودوالي او ویجاړوونکو سېلابونو د مخنیوي له ګواښ څخه ژغوري.

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې نړیوالو ته د افغانستان یو بېل تصویر وښيي.

افغانستان ډېر کانونه لري چې ورته د خپل پرمختګ لپاره اړتیا لري، خو د افغانستان د بازآفرینۍ مجمع وايي، د بادي، لمریزې او اوبو برښنا په وسیله د کان اېستنې طرحې په جوړول به د دې لامل شي چې افغانستان هم خپلې طبیعي سرچینې را وباسي او هم د ځمکې کُرې د تودېدو پر وړاندې ودرېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام