ټاکل شوې دوه ورځې وروسته د مارچ په ۱۸مه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د افغان دولت، سیاستوالو او طالب استازو پر ګډون سربېره، د یوشمېر نورو هېوادونو د استازو په ګډون، یوه ستره غونډه جوړه کړي.

خو د چارو یوشمېر شنونکي باور لري چې روسیه د افغانستان په اړه د دې سترې غونډې کوربه‌توب ته ځکه مټې را بډوهلي چې د سیمې پر هېوادونو خپل اغېز وساتي او د افغانستان په قضیه کې هم ښکېل پاتې شي.

د نړیوالو چارو شنونکی محب‌الله شریف وايي، روسیه فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې یا هم د نورو بدلونونو په تړاو باید له قضیو لرې پاتې نه شي.

د نوموړي په وینا، روسیه هڅه کوي چې د افغان سولې په برخه کې خپلې ګټې خوندي کړي او د هغو مسایلو مخه ونیسي چې په سیمه کې د روسیې له ګټو سره په ټکر کې دي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی فضل‌رحمان اوریا هم وایي، د مسکوغونډه د افغان سولې په ګټه ده. د هغه په خبره، په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې پر  جوړولو بحث وشي او یوه طرحه به د ترکیې غونډې ته وړاندې شي.

اوریا هم باور لري چې روسیه د افغانستان په قضیه کې بې‌پرې نه شي پاتې کېدای او غواړي په سیمه کې د ځان پر وړاندې د شته ستونزو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې په اړه په مسکو او استانبول کې جوړېدونکو غونډو کې د ګډون خبر ورکړی، خو لا یې هم د ګډونوالو نوملړ له رسنیو سره نه دی شریک کړی. بله‌خوا طالبانو هم په یادو غونډو کې د ګډون لپاره د خپلو استازو نوملړ نه دی خپور کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام