ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري سبا یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر بېلابیلو مسایلو خبرې ولري، خو د چارو یو‌شمېر شنونکي د پاکستاني پلاوي د سفر پایلو ته هیله‌مند نه دي.

یوشمېر بهرنیو رسنیو رپوت ورکړی چې د پاکستاني پلاوي دا سفر به سبا «سه‌شنبه» د یاد هېواد د امنیت شورا سلاکار په مشري ترسره شي، خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي چې د سفر نېټې او د پلاوي د مشري او غړو په اړه معلومات نه لري. کریمي وایي چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو او نورو مسلو په تړاو خبرې وشي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «دوه اړخیزه تجارت، په پاکستان کې د مهاجرینو پر ستونزو او په صفري نقاطو کې په وروستیو د را پېښو شویو وړو برخوردونو او یوشمېر نورو اړوندو مسلو په اړه به دواړه لوري بحثونه او جلسې وکړي.»

د چارو شنونکی میربت‌خان منګل وایي چې د افغانستان او پاکستان هېوادونو لوړپوړو پلاویو څو ځلې سفرونه کړي، د دوی ترمنځ د سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ په ازاده تګ راتګ او له افغانستان سره د هند هېواد مرسته شویو غنمو د راوړلو ترڅنګ په څه باندې ۳۲ مواردو هوکړې شوې وې چې تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی شویو هوکړو ته په کتو وايي چې د پاکستاني پلاوي سفر ته هیله‌مند نه دی او ښايي په ډیورنډ کرښه د اغزن تارغځولو لپاره یې دا سفر پلان کړی وي.

دغه‌ راز د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند پاکستان په دوه مخي چلن تورنوي او وايي چې دا سفر هم د پاکستان د موخو لپاره ترسره کېږي. نوموړی افغانستان ته د پاکستاني بشري ځواک د رالېږلو مسلې ته په اشارې وايي چې دغه پلاوی به په همدې مسله خبرې کوي. مومند ټینګار کوي چې د افغانستان دولت باید د ګاونډیانو ترمنځ انډولیز سیاست خپل کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل:«د تل لپاره مونږ له دوی سره لاس اوګرېوان وو، هدف دا دی چې مونږ اوس وکولای شو، خپله ډیپلوماټیکه دستګاه فعاله وساتواو یو فعاله ډیپلوماسي څخه کار واخلو.»

افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په پرتله له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د خپرو شویو شمېرو پربنسټ، له پاکستان سره د افغانستان سوداګري ۲۶سلنه راکمه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام