شنونکي: کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د افغانستان لپاره کومه ګټه نه لري

ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري سبا یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر بېلابیلو مسایلو خبرې ولري، خو د چارو یو‌شمېر شنونکي د پاکستاني پلاوي د سفر پایلو ته هیله‌مندي نه لري. د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند پاکستان په دوه مخي چلن تورنوي او وايي، دا سفر د پاکستان د موخو لپاره ترسره کېږي.

اسلامي امارت پر ډیورنډ کرښه په ۳۲ پوستو کې ۱۵۰ سرتیري ځای پر ځای کوي

څه موده  وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.

شنونکي: پاکستان د اسلامي امارت په کمزوري‌‌کېدو کې خپلې ګټې لټوي

په دې وروستیو کې د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ پر ډیورنډ  فرضي کرښه د پاکستاني پوځ له‌خوا د اغزن تار غځولو او د هېواد پر ختیځو سیمو د راکیټي بریدونو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي. د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې پاکستان په دې کړنو سره غواړي، د اسلامي امارت حکومت کمزوری کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وضعیت ناسم وښایي.

قریشي: پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګول به دوام ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي  ویلي چې هېواد یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو په اړه د راپورته شویو جنجالونو د هواري لپاره له ډيپلوماټيکو لارو د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د تعامل په هڅه کې دی.

نوموړي په پاکستان کې یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې دغه هېواد خپلو ملي ګټو ته ژمن دی او په یوه اړخیزه توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د اغزن  تار لګولو ته دوام ورکړي.