Asset 1SWN

د پنجشېر زمرد د څلورم ځل لپاره په څه باندې ۸۲۷ زره ډالرو وپلورل شول

زمرد-پنجشیر2123

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د څلور ځل لپاره یې د پنجشېر تازه را اېستل شوي زمرد په ۸۲۷ امریکايي ډالرو پلورلي دي. 

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري سلام‌وطندار ته ویلي چې د لړم په دویمه، د سه‌شنبې ورځ یې «۳۳۳۱.۷۵» جعبې تازه را اېستل شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۸۲۷ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو ملي سوداګرو ته ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نه یوازې د زمردو د پلور لپاره د داوطلبۍ پروسه په رسمي او قانوني ډول سر ته رسېدلې، بلکې په بشپړې روڼتیا او لوړه بیه پلورل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په څه باندې یوه میاشت کې یې دا څلورم ځل دی چې د پنجشېر زمرد یې د داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولانو په وینا، ټاکل شوې په دغه ولایت کې د سرو زرو یاقوتو او اوسپنې د را اېستلو چارې هم پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام