اسټرالیا نړیوال جام کې نن نیدرلنډ سره لوبېږي

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو په روان نړیوال جام کې د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اکتوبر ۲۵مه د هند د ډیلي په «ارون جاېټلې لوبغالي» کې ترسره شي.

د پنجشېر زمرد د څلورم ځل لپاره په څه باندې ۸۲۷ زره ډالرو وپلورل شول

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري سلام‌وطندار ته ویلي چې د لړم په دویمه، د سه‌شنبې ورځ یې «۳۳۳۱.۷۵» جعبې تازه را اېستل شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۸۲۷ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو ملي سوداګرو ته ورکړي دي. 

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه کلیزه؛ ګوټرېش: نړۍ دې سره یو موټی شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فلسطین او اسراییلو او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سختو جګړو له دوام‌ سره هم‌مهاله د دغه سازمان د جوړېدو ۷۸یمې کلیزې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه دې سره یو موټی شي.