Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه کلیزه؛ ګوټرېش: نړۍ دې سره یو موټی شي

Antonio-Gotteres-222-pvdi5kmzaqdrk3cdw7iiyk05eec5oi5sh8myp7rseg

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فلسطین او اسراییلو او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سختو جګړو له دوام‌ سره هم‌مهاله د دغه سازمان د جوړېدو ۷۸یمې کلیزې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه دې سره یو موټی شي.

نوموړي لیکلي: «د ملګرو ملتونو د سازمان منشور چې له نن څخه ۷۸ کاله مخکې د اجرا وړ وګرځېد، د اختلافونو ورکولو، د اړیکو جوړولو او د سولې راوستلو لپاره زموږ په روح کې ريښه لري. موږ یوه وېشلې نړۍ یوو، موږ کولای شوو او باید یو موټی ملتونه واوسو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه داسې مهال د نړۍ د یو موټي کېدو غوښتنه کړې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه له څه باندې دوو کلونو راهیسې روانه ده. همدارنګه، له څه باندې دوو اوونیو راهیسې په منځني ختیځ کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ هم سخته او خونړۍ جګړه روانه ده او د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جګړې له درېدو څخه هم دوه اوونۍ تېرېږي.

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکي بیا پر ملګرو ملتونو نیوکه کوي چې په خپله بنسټیزه دنده کې چې د سولې ټینګښت، د بشري حقونو خونديتوب او د جګړې مخنیوی دی، پاتې راغلي دي او په وینا یې، د دغه سازمان سیاستونه د زبرځواکو هېوادونو له ګټو څخه اغېزمن دي.

د نړیوالو چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي، ملګري ملتونه تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې خپله اجرایوي برخه عملي او خپل باور وساتي. نوموړی د فلسطین او اسراییلو او د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې په خپله دنده کې د دغه سازمان د پاتې راتلو ښې بېلګې بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بله‌خوا د نړیوالو چارو شنونکی عبدالواحد حکیمي هم باور لري چې ملګري ملتونه باید خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بې‌طرفه او عادلانه چلن وکړي او په وینا یې، تر هغه چې دغه سازمان خپله بې‌طرفي ونه ساتي او په سیاست کې ښکېل پاتې شي، ګټور نه‌شي تمامېدای.

د ملګرو ملتونو سازمان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د اکټوبر په ۲۴مه د نړیوال امنیت ټینګښت، د جګړې مخنیوي او د بشري حقونو خوندیتوب په موخه جوړ شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام