Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: د نړیوالو قوانینو له مخې «جسمي سزا» منع ده

Shalaq-pywlmhgqrdf0icu7ti04sbegh3n833vsm9bnzud4so

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د پروان استېناف محکمې له لوري دغه ولایت کې د ۲۷ ښځو او نارینه‌وو دُورو وهلو ته په غبرګون کې ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جسمي سزا منع ده.

یوناما نن جمعه د لیندۍ ۱۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «د افغانستان واکمنانو پروان کې د ۲۷ کسانو د درو وهلو څخه خبر ورکړی. جسمي سزا ورکول نړیوالو قوانینو کې منع دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ویلي چې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د درناوي غوښتونکی دی. «موږ د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د درناوي غوښتونکي یو.»

د یادونې وړ ده چې د پروان استیناف محکمې پرون دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۷ کسان په عام محضر کې په دُورو ووهل.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه کسان چې ښځې هم په‌کې شاملې وې، هر یو یې ۲۹ او ۳۹ دورې ووهل شول. د پروان د استیناف محکمې ویلي چې دغه کسان د غلا، فساد، له کور څخه د تېښتې او نورو جرمونو په تور نیول شوي وو چې له جرم تر ثابتېدو وروسته په دورو ووهل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام