Asset 1SWN

شنونکي: ملګري ملتونه په افغانستان کې د ځواکمنو هېوادونو ګټې لټوي

UNAMA-Sazmaan-Milal-1-pip9a4hpdzhmsoz20hxfowhmhyc9em7tkhunwffdzc

که څه هم د ا.ا د حکومت نږدې دوه کاله پوره کېږي، خو د نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره بیا هم په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت کړکېچن دی. د نړیوالو چارو یوشمېر شنونکي وايي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اوسني ناورین حل ته د ځواکمنو هېوادونو د ګټو او سیاستونو له زاویې ګوري او همدا لامل دی چې تر اوسه د افغانستان د ستونزو غوټه نه‌ده خلاصه شوې.

د نړیوالو چارو شنونکی محمود اضطرابي وايي چې ملګرو ملتونو ډېر کله د افغانستان د ستونزو د حل برخه کې د اغېزناک رول لوبولو پر ځای، د امریکا د ګټو له مخې عمل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «څرنګه چې د ملګرو ملتونو رول اجرایوي ضمانت نه لري او ډېر پر سپارښتنو او هڅونې ولاړ دی؛ نو دغه رول ډېر اغېزناک نه‌دی. د ملګرو ملتونو رول د امریکا متحده ایالاتو د بهرني سیاست تر سیوري لاندې راغلی او د افغانستان سوله او ثبات د هېوادونو د ګټو پر بنسټ، پر مخ بیايي.» اضطرابي وايي، ملګري ملتونه د ناورینونو په حل کې هغه مهال اغېزناک رول لوبولی شي چې خپله خپلواکي وساتي.

په همدې حال کې د نړیوال چارو یو بل شنونکی سیدضیا حسیني هم وايي چې د ځواکمنو هېوادونو د سیاست تر اغېزې لاندې راتلو له کبله د ملګرو ملتونو رول کمرنګی شوی دی. نوموړی ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو دغه ډول رول د افغانستان قضیې د حل پر ځای، د نورو ستونزو لامل کېږي.

بله‌خوا د حقوقي چارو شنونکي بیا باور لري چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نه پاملرنې لامل د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت نه پېژندل دي. د دوی په باور، د ا.ا کورنی او بهرنی سیاست باید په لیکلي بڼه وي او حکومت یې باید نړیوالې ټولنې ته ځواب‌ویونکی وي.

 سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 افغانان هم له کومو ځانګړو لاسته‌راوړنو پرته د ملګرو ملتونو پر هڅو نیوکې کوي او وايي چې دغه سازمان په تېرو نږدې دوو کلونو کې د افغانستان ناورین د حل لپاره جدي ګامونه نه‌دي اوچت کړي. د دوی په خبره، ملګري ملتونه په افغانستان کې بې‌طرفه نه‌دي او د افغانانو د حقونو خوندیتوب پر ځای، د ځواکمنو هېوادونو د ګټو په لټه کې دي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو تر اوسه د افغانستان د روان وضعیت د حل لپاره څو سیمه‌يیزې او نړیوالې غونډې جوړې کړي او وروستۍ هغه یې د روان لمریز کال په غويي میاشت کې وه چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې جوړه شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام