شنونکي: ملګري ملتونه په افغانستان کې د ځواکمنو هېوادونو ګټې لټوي

که څه هم د ا.ا د حکومت نږدې دوه کاله پوره کېږي، خو د نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره بیا هم په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت کړکېچن دی.
د نړیوالو چارو یوشمېر شنونکي وايي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اوسني ناورین حل ته د ځواکمنو هېوادونو د ګټو او سیاستونو له زاویې ګوري او همدا لامل دی چې تر اوسه د افغانستان د ستونزو غوټه نه‌ده خلاصه شوې.

د بندخونو چارو د تنظیم اداره: په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.
د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه تایید شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پلي‌کېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

د کابل اوسېدونکي: د کمزوري اقتصادي له امله اختر ته چمتووالی نه‌لرو

د لوی اختر په رارسېدو سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د جامو او د وچې مېوې پېرلو توان نه‌لري او د اختر ورځو لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولی.

د کابل ښار د «قلعه‌فتح الله» اوسېدونکی صبور سلام‌وطندار ته وايي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او له همدې امله راتلونکي لوی اختر لپاره د وچې مېوې اخیستو توان نه‌لري.

د غزني اوسېدونکي: د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله ناروغانې له ستونزو سره مخ دي

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو کمښت له امله روغتیايي خدمتونو ته د ښځینه ناروغانو لاسرسی محدود شوی. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شمس‌العارفین کلینیک د یاد ریاست تر څار لاندې نه دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري فعالیت کوي.

د بلخ دهدادي ولسوالي کې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالي په «کود برق» سیمه کې یې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.