د لوی اختر په رارسېدو سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د جامو او د وچې مېوې پېرلو توان نه‌لري او د اختر ورځو لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولی.

د کابل ښار د «قلعه‌فتح الله» اوسېدونکی صبور سلام‌وطندار ته وايي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او له همدې امله راتلونکي لوی اختر لپاره د وچې مېوې اخیستو توان نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «چمتوالی مو نه دی نیولی، ځکه زامن مې وزګاره شوي، خپله مې هم مزدوري نه کېږي. کله چې کار کوي په اختر پوهېږې او اماده کې ورته نیسې. که اقتصادي وضعیت مې ښه وای، معلوم ده چې اماده ګي مو ورته نیوله.»

بل‌خوا د کابل ځینې نور اوسېدونکي بیا وايي، د اختر په رانږدې کېدو سره د هېواد په بازارونو کې د وچې مېوې بیه لوړه شوې او ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه بې‌وزله خلک یې نه‌شي پېرلی.

د کابل د «سیدنور محمد شاه مېنې» اوسېدونکې رابعه چې د وچې مېوې اخیستو پسې راوتي وايي، دا چې د مېوو بیه لوړه ده، ډېره کمه سودا یې کړې ده. هغه وویل: «پرون بازار ته راغلم او مېوه قیمته وه، نن راغلم چې لږ ارزانه یې پیدا کړم. تېر کال اختر کې مې له هرې وچې مېوې څو څو کیلو اخیستې وه، خو دې اختر کې قیمته وه او ښايي لږ واخلم.»

له دې سره د وچې مېوې یوشمېر پلورونکي وايي، د تېر اختر په پرتله یې د پلور کچه کمه شوې. د کابل ښار «قلعه‌موسی» سیمه کې د وچې مېوې پلورونکي نصیراحمد وویل، د تېر کوچني اختر په پرتله د وچې مېوې د پلور کچه څه باندې ۵۰سلنه کمه شوې.

هغه وویل: «د وچې مېوې بازار کمرنګه دی د تېرو کلونو په پرتله، ځکه اقتصادي وضعیت کمزوری دی. تېر وختونو کې به ښه وو، اوله درجه وچه مېوه ډېره وه او پلور یې هم ښه وو. خو اوس خلک متوسطه وچه مېوه اخلي.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کابل اوسېدونکي داسې مهال د اختر لپاره د جامو او مېوو پېرلو په برخه کې ناتواني څخه شکایت کوي چې تېرو نږدې دوو کلونو کې، هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې او نړیوالو مرستو ته د هېوادوالو د اړتیا کچه هم لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام