په دې ورځو کې ګڼشمېر کابل ښاریان د ښار بازارونو ته راوځي او د کوچني اختر نمانځلو لپاره جامې او خوراکي توکي پېري، خو یوشمېر نور ښاریان وايي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له کبله د نویو جامو وسه نه لري او د وچې مېوې او خوږو په ګډون، نور خوراکي توکي نهشي پېرلی.
د کابل اوسېدونکې بنفشه چې د زوی کوژدنې ته د اختري لپاره د وچې مېوې پېرلو لپاره د کابل منډيي ته راغلې وايي، د بېوزلۍ له کبله وچه مېوه او د اختري جامې نهشي پېرلی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «د وچې مېوې بیه د تېر کال په پرتله مناسبه ده، خو د وزګارتیا او بېوزلۍ له کبله د وچې مېوې او د اختري لپاره د جامو پېرلو وسه نه لرم.»
د کابل یو بل اوسېدونکی احمدجان بهادري بیا وايي چې د وچې مېوې او د اختر جامو بیې یوشان نهدي. نوموړی زیاتوي:«ما د وچې مېوې او د اختر جامو وسه نه لرله، خو یو زوی مې چې ایران کې کارګر دی، پیسې یې راولېږلې، څو اختر ته پرې لږ مېوه وپېرم.»
په همدې حال کې د وچې مېوې یوشمېر پلورونکي وايي، که څه هم کابل ښاروالي نرخپاڼه عملي کوي، خو خلک د اختر لپاره د وچې مېوې او جامو د پېرلو وسه نه لري.
د وچې مېوې یو پلورونکی محمدذبېح وايي: «کله چې پېرودونکي راشي، نرخپاڼه ورکوو. که یې خوښه شوه، پېري یې، که نه، ځي. ډېری هېوادوال ناچاره دي او د وچې مېوې د پېرلو وسه نه لري.»
افغانان هر کال د نویو جامو په اغوستلو او پر دسترخوان د وچې او تازه مېوو، کلچو او نورو خوراکي توکو په اېښودلو سره اخترونه نمانځي، خو داسې ښکاري چې بېوزلۍ او ګڼو نورو ستونزو یې سږنی اختر کمرنګه کړی دی.