کابل ښاریان: بې‌وزلۍ د کوچني اختر له نمانځلو اېستلي یوو

په دې ورځو کې ګڼ‌شمېر کابل ښاریان د ښار بازارونو ته راوځي او د کوچني اختر نمانځلو لپاره جامې او خوراکي توکي پېري، خو یوشمېر نور ښاریان وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له کبله د نویو جامو وسه نه لري او د وچې مېوې او خوږو په ګډون، نور خوراکي توکي نه‌شي پېرلی.