Asset 1SWN

د بغلان د اقتصاد رییس: د ۸۵ پراختیايي پروژو چارې ځنډېدلي

JPEG-image4-q18c31xgixw6tcnpx429ij1xbjkqsh0mt7aypxu3rc

د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخوندزاده وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په دغه ولایت کې د ۸۵ وړو او لویو پروژو چارې ځنډول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، اوس د سړکونو، پوهنتون، لیلیې او جومات جوړولو په ګډون، د ۸۵ رغنیزو پروژو چارې په ټپه ولاړې دي. هغه د دغو پروژو د چارو ځنډېدو لامل د نړیوالې ټولنې له لوري پر افغانستان د پیسو درېدل بولي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي وايي، سره له دې چې د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو د کار ځنډېدو پرمختیايي چارې ټکنۍ کړي او هېواد کې یې د بې‌وزلۍ کچې له لوړېدو سره هم مرسته کړې ده.

د اقتصادي مسایلو کارپوه رفېع محمدي سلام‌وطندار ته ویلي، که هېواد کې ځنډول شوې پروژې بېرته پیل شي، د وزګارتیا په دې سخت ناورین کې به له افغانانو سره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د جمهوري اسلامي نظام له ړنګېدو وروسته افغانستان سره بېلابېلو، په ځانګړې توګه پراختیايي برخه کې د نړیوالو مرستو لویه برخه ځنډول شوې او همدا لامل دی چې ګڼ‌شمېر پروژې په ټپه ولاړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام