نن د اکتوبر۱۶مه د خوړو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ نړۍ کې پر داسې مهال نمانځل کېږي چې افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د وروستي راپور پربنسټ، دا مهال ۱۹میلیونه افغانان په کافي اندازه خوړو ته لاسرسی نه‌لري چې د دغه سازمان اندېښنې یې راپورته کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي چې دا مهال هېواد کې تر لس میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرف‌زي دغه راز سلام‌وطندار ته ویلي، هېواد کې له نیمایي ډېر خلک له بې‌وزلي او لوږې سره مخ دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان افغانستان کې د اوسني وضعیت یوازینی لامل وزګارتیا یادوي او ټینګار کوي چې د کاري زمینې له پراخېدو سره به هېواد کې د بې‌وزلي اوسنۍ کچه ټیټه شي.

اقتصادي کارپوه عبدالبنصیر رشتیا وايي، افغانستان سره اوسنۍ بشري مرستې په اوږمهاله توګه د هېڅ درد دوا نشي کېدای او په وینا یې، د بې‌وزلي له‌منځه وړو یوازینۍ لار هېواد کې پانګه‌اچونه او کارموندنه ده.

نوموړي وویل:«هېڅ هېواد په مرستو او وارداتوهېڅکله ځان بساینې ته نه رسېږي. بغیر له دې چې د کارکولو فرصتونه برابر شي او دا هغه وخت شونې ده چې پانګه اچونه وشي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

‌دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ کې د ۱۲۱ هېوادونو له ډلې په ۱۰۹ ځای کې راغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام