ستره محکمه: د اساسي قانون پر جوړېدو کار روان دی

د ا.ا د سترې محکمې مسوولان د اساسي قانون پر جوړېدو د کار پیلېدو خبر ورکوي. د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني پرون (د وږي ۲۷مه، د دوشنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د هېواد د سترې محکمې رییس شیخ عبدالحکیم حقاني په مشري د ا.ا پر اساسي قانون کار روان دی.»

روغتیا وزارت: څه کم څوارلس سلنه افغانان په یو ډول نه یو ډول معلول دي

د عامې روغتیا وزارت د وږي په شلمه، د دوشنبې ورځ په کابل کې د سپټمبر اتمه یا د فزیوټراپي نړیواله ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولان وايي چې ۱۳،۹ سلنه افغانان په یو ډول نه یو ډول معلول دي. دوی د څو لسیزو جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو ماینونو چاودنه او ځینې ناروغۍ د هغوی د معلولیت اصلي لاملونه بولي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې یوازې یو د «امن کور» فعال دی

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ هېواد کې د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو لپاره د رامنځته شویو ۲۷ امن کورونو له ډلې یې اوس یوازې یو فعال دی او پاتې نور یې تړل شوي دي.

سلام‌وطندار دغه موندنې د مخکیني حکومت پر مهال د امن کورونو یا د ښځو ملاتړو مرکزونو د مخکینیو مسولانو سره د مرکو له لارې ترلاسه کړي دي.

د لغمان ځینې تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري

د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.

خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري. بله‌خوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام: د ۱۳ میلیونه افغانانو د لاسنیوي لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

د خوړو نړیوال پروګرام بېګاه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که بشري ملاتړ تلپاتې نه وي، سلګونه زره افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستې ته اړتیا ولري او سخته لوږه به په ټول افغانستان کې خپره شي.

افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره «یونېسف» وايي چې افغانستان د  تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي.

یونېسف د دغې ادارې د اجراییه مرستیال عمر عبدي له قوله پرون دوشنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې روان ژمي کې د افغانانو بشري اړتیاوې ډېرې دي.

د عدلیې وزارت: افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نشته

د عدلیې وزارت مسوولانو نن «ملت ته د دولت حساب‌ورکونې» پروګرام په دوام خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ویني. د نوموړي په باور، افغانستان کې سیاسي ګوندونه «پر بېلابېلو سیمو او ژبو د افغانستان د وېشلو په مانا» دي.

امیري: له ا.ا سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول اړین دي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغانستان کې له اسلامي امارت سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول او دغه هېواد کې د زیانمنو وګړو خوندیتوب اړین دی. نوموړې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان  متقي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې پر دې موضوع ټينګار کړی دی.

ملګري ملتونه افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه غونډه جوړوي

 د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وایي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اړتیاوو ډېرېدو ته د رسېدو په موخه به ډېر ژر د بشر‌پالنې یوه ناسته جوړه کړي. د نوموړي په وینا، تمه ده دغه ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه جوړه شي او د ملګرو ملتونو مشر راتلونکې اوونۍ سویس ته ځي، څو دغه ناسته د وزیرانو په کچه جوړه کړي.