د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې ۹ میلیونه ښځې او نجونې له سخت روغتیايي بحران سره مخ دي او په هرو دوو ساعتونو کې یوه میندواره مېرمن د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان اوسنی وضیعت د ښځو په ځانګړې توګه د میندوارو مېرمنو لپاره انېښمنونکی بولي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندق استازی الکساندر ساشا بودیروزا وايي، هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د اومیندوارۍ ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «حتی مخکې تر وروستیو تحولاتو، د مېرمنو او ښځو اړتیاوې اندېښمنونکې وې. افغان مېرمنې تر نیمايي ډېرې، په خپل ژوند کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي او په هر دوه ساعتونو کې یوه ښځه د مینداورۍ ستونزو په دلیل خپل ژوند دلاسه ورکوي.»

په ورته مهال د نسايي ولادي برخې متخصصین په هېواد کې د میندواره ښځو د مړینې کچې زیاتېدو څخه د اندېښنې په ښودو، اقتصادي فقر او روغتونونو ته د اسانه لاسرسي نه شتون، د مور د مړینې اصلي لاملونه بولي.

د نسايي ولایتي ډاکټرانو د ټولنې مشره نجم سما شفاجو وايي: «دې وروستیو کې د مور او ماشوم مړینه زیاته شوې. اومیندواري او له اومیندوارۍ څخه د رامنځ ته کېدونکو اختلاطاتو سطحه لوړ ده. ویل شوي، چې هر سل زره زېږون کې ۶۳۸ مېرمنو ژوند له لاسه ورکاوه، خو د نړیوال بانک او د WFP د مرستو قطع کېدو په دلیل، ټول افغانستان کې ۲۳۳۱ روغتونونه وتړل شول. د اسلامي طب ټولنې چې کومه سروې کړې هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰ مېرمنې ژوند له لاسه ورکوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رپوټ کې د عامې روغتیا وزارت د نظر په اخیستو بریالي نه شو.

د ملګروملتونو د نفوس صدوق داسې مهال افغانستان کې د اومیندواره مېرمنو وضعیت څخه اندېښنه ښيي، چې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر شمېرو پر اساس، افغانستان کې څلورو اومیندواره مېرمنو څخه یوه یې په خوارځواکۍ اخته ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام