د ژغورنې کمېټې اجرايي رییس او د بريټانیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېوېډ میلیبند وايي چې لوېدیځ پر افغانستان د لوږې سیاست په تحمیلولو سره دغه هېواد او خپل ځای ځای‌ګي ته  له ناورین څخه ډک زیانونه اړولي دي.

نوموړي پرون له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، که چېرته دوی غوښتل چې یو ماتې خوړونکی حکومت جوړ کړي، نو هغه څه چې اوس موجود نشوای یې کولای چې له دې غوره سیاسي جوړښت پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې اجرايي رییس چې د افغانستان د شتمنیو ازادولو، بشري مرستو او اقتصاد بیارغولو لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت او نړیوالو بانک له لابي ګرانو څخه دی، ټينګار کړی چې چې نشي کولای دا موضوع درک کړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره هېڅ خوځښت نشته.

 د هغه په وینا، باید دې ته اجازه نه وای ورکړل شوې چې په دې چټکۍ د افغانستان وضعیت خراب شي.

میلبند همداراز زیاته کړې، افغانستان کې ناورین دومره ژور دی چې ښايي په روان کې د ملګرو ملتونو د ۴ میلیارده ډالرو د غوښتنې کچه راتلونکی کال ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړ شي.

نوموړي څرګنده کړه هغه څه چې لوېديځ یې اوس ترسره کوي، د اسلامي امارت لپاره وضعیت نه، بلکې د عامو افغانانو وضعیت خرابوي.

د هغه په خبره، مونږ اسلامي امارت ته سزا نه ورکوو، بلکې دا عام خلک دي چې د سولې بیه پرې کوي. نوموړي ویلي چې دا ټاکل شوې فاجعه نه ده، بلکې دا د لوږې سیاست دی.

میلیبند په دې مرکه کې همداراز ویلي، اوس مهال افغانستان کې د کارکوونکو د معاش ورکولو لپاره پیسې نشته او یوشمېر ښوونکو او د روغتون کارکوونکو د تېر کال له اپرېل میاشتې راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

له دې سربېره د امریکا بندیزونو افغانستان کې پر سوداګریزو فعالیتونو هم اغېز کړی چې له امله یې  نغدې پیسې راکمې شوې دي. په ورته مهال له بانکي نظام څخه د ملاتړ لپاره هېڅ پانګه نشته.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د اجرایي رییس په وینا، که چېرته غواړئ یاد هېواد له پاتې ژمي څخه سالم ووځي، نو په کار ده چې دې ستونزې ته په بېړنۍ توګه رسېدنه وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې له خراب اقتصادي وضعیت او د یوه انساني ناورین د پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام