Asset 1SWN

د سلام‌وطندار موندنې؛ د دولتي او خصوصي ادارو د ۲۱ ښځینه کارکوونکو له ډلې د ۱۸ هغو تنخواوې کمې شوي

women-12-qglu51nc0jiywf79vemulsa49rx2v54eym6g4tn7ns

د سلام‌وطندار موندنې چې د ښځو برخه کې له ۲۱ فعالو ښځو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ۱۸ هغو میاشتنۍ تنخواوې کمې شوې دي. د دغو له ډلې دوو هغو چې یوه یې ډاکټره او بله خبریاله ده، ویلي چې تنخواوې یې کمې شوې نه‌دي، خو په ځنډ ورکړل شوي او یوازې یوې ډاکټرې بیا ویلي چې میاشتنۍ تنخوا یې کمه‌ شوې نه‌ده.

د ۲۱ ښځو له ډلې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، اته هغه یې د ښوونې او روزنې، پنځه د روغتیا، پنځه د رسنیو او درې نورې هم د سوداګرۍ او صنایعو برخو کې کار کوي. د دغو ښځو له ډلې شپږ یې بیا په دولتي ادارو کې کار کوي چې د ټولو میاشتنۍ تنخواوې کمې شوې دي، خو د تنخواوو کمېدو د لاملونو په اړه نه پوهېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پنځلس نورې ښځې بیا په خصوصي ادارو کې کار کوي یا هم ازاد کاروبار لري چې د ۱۲ هغو عاید کم شوی او د دوو تنخواوې پر خپل وخت نه‌دي ورکړل شوي. دغه ښځې د خپلو تنخواوو د کمېدو لاملونه د بازار خرابوالی او د هغو ادارو مالي ستونزې یادوي چې دوی ورسره کار کوي. د یادو ښځو په ډله کې اته هغه یې د پوهنې برخه کې کار کوي چې درې یې په دولتي ښوونځیو او پنځه نورې یې په خصوصي ښوونځیو کې کار کوي او د ټولو تنخواوې هم کمې شوې دي.

نوریه احمدي چې په نړیوالو حقوقو کې ماسټري لري او اوس د حضرت علي په دولتي ښوونځي کې تدریس کوي، وايي: «مخکې مې په زینب کبرا ښوونځي کې تدریس کاوه، هلته د دولسم ټولګي نجونې وې او زه یې خدمتي ور وپېژندلم. اوس په حضرت علي ښوونځي کې صنفي اصول تدریسوم. زه چې ماسټره یم، ۲۰۰۰ افغانۍ تنخوا مې کمه شوې ده.»

همدارنګه، فضیله احمدي چې د تېر جمهوري اسلامي نظام پر مهال یې د قابلبای دولتي لېسه کې د شپږم ټولګي هلکانو ته تدریس کاوه او اوس په یوه خصوصي ښوونځي کې په ۴۰۰۰ افغانۍ تنخوا صنفي اصول تدریسوي، وايي: «په اوسني حکومت کې ښځینه پوړ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي؛ ځکه په تېر حکومت کې ټولو ښوونکو په هر وخت کې هم نجونو او هم هلکانو ته تدریس کولای شوای، خو اوس ښځینه تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کوي. همدا لامل دی چې ډېری ښځینه وزګاره شوي؛ ځکه هلکانو ته تدریس نه‌شي کولای.»

په دغه راپور کې د خصوصي ښوونځیو له ښوونکو نازیې احمدي، هما احمدي، فرشتې رحماني او زهرا او د دولتي ښوونځیو له ښوونکو فروحل او مریم جعفري سره هم مرکې شوې دي. دوی د میاشتنۍ تنخوا کمېدو او پرې لګېدلیو محدودیتونو څخه سر ټکوي. په دغه راپور کې له پنځو ښځو سره چې په روغتیا برخه کې کار کوي، هم مرکې شوي چې درېوو هغو یې د تنخواوو کمېدو او یوې هم په ځنډ د تنخوا له ورکېدو څخه شکایت کړی دی. یوازې یوې هغې ویلي چې په تنخوا او پر وخت ورکولو کې یې کوم د پام وړ بدلون نه‌دی راغلی.

په رابعه بلخي روغتون کې د جراحي څانګې ډاکټره ماریا عزیزي وايي: «ډاکټرانې له جنسیتي اړخه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. ټولې برخې نامنظمې شوي؛ هم ناروغانو ته ستونزې پیدا شوي او هم ډاکټرانو او نرسانو ته. د سازمانونو مرستې کمې شوي، د ډاکټرانو او نرسانو تنخواوې کمې شوې دي.»

د هرات په یوه خصوصي کلینیک کې د نسايي‌_‌ولادي څانګې متخصصه عاطفه بارکزۍ هم په دې اړه وايي: «د جمهوریت له وخته تر اوسه په کاروبار کې ډېر بدلون راغلی دی. پر دندو بوختې ښځې چې موږ ته راځي، له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي، تنخوا نه لري، کار نه لري، د هغوی اقتصادي وضعیت زموږ پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کوي؛ ځکه پیسې نه لري او خپل فیس پوره نه‌شي راکولی. له بده مرغه د راتلونکو کسانو شمېر ډېر کم شوی؛ ځکه پیسې نه لري.»

په دغه راپور کې له پنځو ښځینه خبریالانو سره هم مرکې شوي چې یوې یې د تنخوا کمېدو او یوې هم د تنخوا نه لرو په اړه خبر ورکړی دی. یوه بله بیا وايي چې تنخوا کې یې بدلون نه‌دی راغلی، خو پر وخت نه ورکول کېږي.

یوه خبریاله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي، وايي: «ما د جمهوریت پر مهال په مشرانو جرګه کې کار کاوه او اوس دا چې ښځو ته کار کول څومره محدود شوي، تاسو ته روښانه ده؛ د ویلو ځای نه‌دی، خو چا چې د مشرانو جرګې په پنځم بست کې کار کاوه، ۲۰۰۰۰ افغانۍ تنخوا یې اخیستله. زه هلته خبریاله وم او اوس په یوه رسنۍ کې وړیا کار کوم.»

یوه بله خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي: «په ټوله کې د رسنیو د تنخوا برخه کې ډېر توپیرونه راغلي دي. که د اوسنۍ او پخوانۍ تنخوا توپیر وښیم، ډېر توپیر دی. هغه مهال مې تنخوا ډېره زیاته وه.»

د نور ټلوېزیون خبریاله سومن رحمتي هم په دې اړه وايي: «کوم عاید چې موږ د جمهوریت پر مهال درلود، څو برابره ښه وو، خو کومې شبکې سره چې زه کار کوم، سره له دې چې عاید کې مې کومه ستونزه نه‌ده راغلې، خو اوس په ځنډ راکول کېږي. یوه میاشت دوه میاشتې وروسته کولای شوو تنخوا واخلو چې مخکې داسې نه و.»

د سوداګرۍ او صنایعو برخه چې د ښځینه‌وو لپاره یوه فعاله برخه ده، خو درې صنعت‌کارانې او سوداګرې د خپل عاید کموالي او د بازار خرابوالي په اړه سر ټکوي. یوه سوداګره وحیده سلطاني وايي: «مخکې کارونه ښه وو، پیسې وې، ټولو کار درلود، پېر او پلور مو درلود، باغ کې به ټولې ښځې وې؛ زموږ پلور ښه و. اوس یې چې ښځې ټولې بندې کړي، پلور مو کم شوی، پلور نه لرو او همدا اوس د هټۍ د کرایې لپاره له جیبه تاوان ورکوو.»

یوه صنعت‌کاره ښځه بي‌بي شیرین هم وايي: «له دې مخکې کاروبار ښه و؛ ښځې به چې راتلې، پیسې یې لرلې، کار یې درلود، یو څه به یې پېرل او اوس ټولې مېرمنې بېچاره‌ګانې په کورونو کې دي؛ لکه دفترونو ته نه پرېښودل کېږي، تنخوا نه لري، همدا لامل دی چې پېر او پلور کم شوی دی.»

د ښځو حقونو فعالانې پر افغان ښځو د اسلامي امارت د محدودیتونو کمېدو او په دولتي او نادولتي ادارو کې یې د تنخواوو لوړېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، ښځې په کورنیو کې مهم رول لري او په‌کار ده چې تنخوا یې پر خپل وخت او د هغوی وړتیا او د کار کچې ته په کتو ورکړل شي.

د ښځو حقونو فعاله محبوبه حبیبي وايي: «ډېرې کمې ښځې په ټولنه کې فعالې دي، لکه خبریالانې، ښوونکې او ډاکټرانې چې د دوی پر وړاندې هم ننګونې شته. کله چې دندې ته ځي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځو پر وړاندې شته ننګونې لرې شي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله سحر رضایي هم وايي: «د افغان ښځو غږ دې واوري، د هغوی راتلونکې ته دې وګوري، یوه ښه راتلونکې دې ورته تضمین کړي او روغتیايي برخې ته دې ډېر پام وکړي، زموږ د ډاکټرانو ملاتړ دې وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم په فعالو دولتي ادارو کې د ښځینه‌وو د تنخوا کمېدل مني او وايي، د حکومت اوسنیو امکاناتو ته په کتو د ټولو دولتي کارکوونکو تنخواوې د یوې مشخصې سلنې له مخې کمې شوې دي.

هغه زیاتوي: «په لومړیو کې د ټولو حکومتي کارکوونکو تنخواوې کمې شوې وې او هماغسې پاتې شوې. د ټولو یو سلنه تنخوا کمه شوه، هغه مشخصه سلنه چې د اړتیا یوه برخه وه؛ ځکه مخکې امکانات ډېر وو، تنخواوې هم ډېرې وې، خو اوس امکانات بدل شوي او همدا لامل دی چې اسلامي امارت په لومړیو کې تنخواوې وارزولې او د اړتیا پر بنسټ کسان وګومارل شول.»

د ښځینه‌وو لپاره د فعالو ادارو کارکوونکې داسې مهال د خپلو تنخواوو د کمېدو خبر ورکوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په دغو برخو کې د ښځو کار د هېواد لپاره اوسنۍ لاسته‌راوړنې بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام