د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرت یوشمېر ښځینه کارکوونکې وايي چې د دغه وزارت مسوولان د مرستو راجلبولو لپاره د یاد وزارت یوشمېر ښځینه کارکوونکو ته له بهرنیانو سره په ناستو کې د ګډون بلنه ورکوي.
دغه ښځینه کارکوونکې زیاتوي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره نه دي توانېدلي چې دغه وزارت کې په حضوري توګه کار وکړي، خو کرنې وزارت یې د دې لپاره له بهرنیانو سره په غونډو کې د ګډون بلنه ورکوي، څو نړیوالو ته وښايي چې یاد وزارت کې ښځې د پخوا په څېر خپلې دندې مخې ته وړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه کارکوونکې سمیرا سلاموطندار ته وویل: «په ظاهره هغوی ته دا ښيي چې موږ له ښځو سره ستونزه نهلرو، رادې شي او خپلې دندې پرمخ بوځي، څو وکولای شي چې مرستې ترې راټولې کړي. موږ دا مهال خپلو دفترونو کې کوم فعالیت نه لرو.»
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کورني اقتصاد ریاست کارکوونکې لیلما هم وايي، یوازې هغه مهال غونډو ته بلل کېږي چې د ښځو اړوند پروژو په اړه وي.
نوموړې وویل: «کله چې د ښځو په اړه د نادولتي موسسو د پروژو کومه ناسته وي، موږ بلنه راکوي چې څه پلان او نظر لرئ، له دې پرته د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست کې بل هېڅ هم نشته.»
په ورته مهال یوشمېر ښځینه کارکوونکو همداراز سلاموطندار ته ویلي، که څه هم د کورني اقتصاد ریاست له ښځو سره مستقیمه اړیکه لري، خو د کرنې وزارت مسوولان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې خپل دفتر ته لاړې شي.
د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست یوه کارکوونکې سجیه وايي چې هره میاشت معاش اخلي، خو د کورنیو برخو کې د ښځو فعالیت درېدلی دی.
د نوموړې په وینا، د میاشتې په لومړۍ او وروستیو ورځو کې دفتر ته د حاضري لاسلیکولو لپاره ورځي او اجازه نه لري چې خپل دفتر کې کښني او یا هم خپله دنده پرمخ بوځي.
بلخو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان د دغه وزارت د ښځینه کارکوونکو څرګندونې بېبنسټه بولي او په وینا یې، دغه څرګندونې حقیقت نه لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو وروسته د هېواد په یوشمېر وزارتخونو کې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه شوي او هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.