د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن د هرات-اسلام‌‌قلعه پر لویه لار د مسلخ په سیمه کې د څارویو د حلالولو معیاري ځای یا مسلخ ګتې اخیستنې ته وسپاره.

د دغه وزارت مسوولان وایي چې د دې مسلخ په پرانیستو سره به د هرات په ښار کې د څارویو د حلالې مخه ونیول شي او له څارویو څخه انسان ته د لېږدونکو ناروغیو مخنیوی به هم وشي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت‌‌الله غفوري وایي، په دغه مسلخ کې په یوه وخت کې د ۱۰۰غواګانو او ۵۰۰ پسونو د حلالولو ظرفیت او ځای شته دی.

دغه مسلخ چې نږدې ۶میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی، د څلورو کلونو په موده کې په ۲۵جرېبه ځمکه کې جوړ شوی او ټول لګښت یې د نړیوال بانګ له لوري ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د څارویو د حلالولو دغه مسلخ یو معیاري ازمایښت‌ځای، سړه خونه او یخچالي موټرهم لري.

د غفوري په وینا، په دې مسلخ کې د څارویو د حلالې ترڅنګ، د حیواناتو پوستکي، وړۍ، وینه، هډوکي او کولمې هم په معیاري توګه مدیریت کېږي. د څارویو په دې حلاله ځای یا مسلخ کې به په لومړیو کې امنیتي ځواکونو ته خوښه چمتو کېږي او وروسته به د خلکو د اړتیا برابرولو لپاره چمتو شي.

د هرات والي سید‌عبدالوحید قتالي وایي، له دې وروسته هېڅوک د دې حق نه لري چې په ښار کې دننه په خپل سر څاروي حلال کړي.

په همدې حال کې په هرات کې یو‌شمېر قصابان د کرنې وزارت له دې کار څخه خوښي څرګندوي او وایي، تراوسه یې څاروي په غیري معیاري او له روغتیایي لارښوونو پرته حلالول.

د دې مسلخ له پرانیستو سره هم‌مهاله د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې د ۱۲۸میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د مدیریت د ۸ پروژو د بنسټ ډبره هم کېښودله.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام