د هرات اوسېدونکي او د قصابانو اتحادیې مسوولان وايي، د څارويو قاچاق لامل شوی چې د یوې کیلو غوښې بیه له ۷۰ تر ۸۰ افغانیو پورې لوړه شي. د یادې اتحادیې مسوولان خبرداری ورکوي، که د دغه قاچاق مخه و نه نیول شي، د غوښې بیه به نوره هم لوړه شي.

د هرات د قصابانو اتحادیې رییس عبدالقدیر رحیمي‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي، څو میاشتې مخکې په دغه ولایت کې د پسه یوه کیلو غوښه له ۳۷۰ تر ۳۸۰ افغانیو پورې وه، خو اوس ۴۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د هغه په خبره، هره ورځ له ۴ تر ۵ زرو څاروي کابل او کندهار ته د لېږدولو په پلمه ایران ته قاچاق کېږي.

نوموړی زیاتوي، ان بهرنیان د هرات په نخاس کې لیدل کېږي چې حیوانات پېري او بیا یې افغانانو ته سپاري، څو د ۳۰۳ ډوله موټرو په وسیله یې د نیمروز، فراه او اسلام‌کلا له لارو ایران ته قاچاق کړي.

رحیمي‌زاده وايي، که څه هم دا موضوع یې له چارواکو سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې په اړه کوم اقدام نه دی شوی او په وینا یې، که د څارويو قاچاق همداسې دوام وکړي، راتلونکی کال به یې له کمښت سره مخامخ شو.

هغه د هرات له چارواکو غواړي چې د دغه قاچاق مخنیوي لپاره دې له یوه ولایت نه بل ته د والیانو د رسمي غوښتنې پر بنسټ څاروي ولېږدول شي.

د هرات اوسېدونکي هم د دغه ولایت په بازارونو کې د غوښې بیې د لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، اوس یوه کیلو غوښه له ۴۵۰ تر ۴۸۰ افغانیو پورې رسېدلې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم په یو ډول له دغه ولایت نه ایران ته د څارویو قاچاق تاییدوي او وايي، امنیتي ادارې، په تېره پوله‌ساتي ځواکونه مکلف دي چې د هر ډول قاچاق، په ځانګړي ډول د څارویو د قاچاق مخه ونیسي.

پوله‌ساتي ځواکونه هم ډاډ ورکوي چې له هېواده بهر ته به د څارویو قاچاق ته اجازه ور نه کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام