د هرات امنیتي مسوولان وايي چې انسان تښتوونکو د دغه ولایت د کرنې رییس ۱۲ کلن زوی تښتولی دی.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد وليزاده وايي چې انسان تښتوونکو یاد ماشوم بېګاه ماښام د هرات د اتمې ناحیې اړوند له «قولاردو» سیمې تښتولی دی.
د نوموړي په وینا، د دغه ماشوم د موندلو او را خوشې کولو لپاره د امنیتي ادارو هڅې روانې دي.
د هرات یوشمېر اوسېدونکي د دغه ولایت پر کشفي ادارو د نیوکې ترڅنګ وايي چې په دغه ولایت کې د انسان تښتونو پېښې هېڅ کمې نه شوې.
د دوی په وینا، شاوخوا یوه میاشت مخکې له هرات ښار نه یو ډاکټر هم وتښتول شول، خو تر اوسه امنیتي ادارې نه دي توانېدلي چې ځای یې پیدا کړي. دوی وايي، په هرات ښار کې د انسان تښتونو پېښو زیاتېدو یې ژوند تریخ کړی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه ماشوم د تښتونې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
انسان تښتوونکو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښار نه یو ۹ کلن ماشوم ښوونځي ته د تګ پر مهال له ځان سره یووړل چې تر اوسه د هغوی په منګولو کې دی.