د ترهګریزو بریدونو عاملان د بډو او یا د حکومت په بښنه خوشې کېږي

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق چې نن د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال سالم ایزدیار زوې محمد عالم ایزدیار د وژل کیدو په څلورم تلین یې کې یې خبرې کولې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو د ېروالي په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې د دغو بریدونو اصلي قربانیان ملکي کسان دي.

ناټو به افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم‌مهاله د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به له کابل څخه خپل ملکي حضور ته دوام ورکوي او د افغان امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې به له دوی سره همکاري کوي. پرون سه شنبه په بروکسیل کې ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواد سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دی.

معلوم منزل ته پر نا معلومو لارو د افغان کډوال هڅې

په وروستیو څو کلونو کې ګڼ‌شمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېک‌مرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ له ۳۰ تر ۴۴سلنې بشپړه شوې

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا «سنتکام» وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو او نظامي تجهیراتو د اېستلو لړۍ له ۳۰ تر ۴۴سلنې پورې بشپړه شوې ده. د امریکا د مرکزي قومندانۍ په وینا، دغه شمېر امریکایي سرتېري او نظامي تجهیزات له افغانستان څخه په مسوولانه او خوندي توګه اېستل شوي دي.