په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق چې نن یې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال عالم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د وژل کېدو په څلورم تلین کې یې خبرې کولاې، په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې د دغو بریدونو اصلي قربانیان ملکیان دي.

 محقق زیاته کړه چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت دومره کمزوری دی چې د ترهګریزو بریدونو عاملان نه نیول کیږي او که  ونیول شي، ډاډه دي چې د بډو او یا هم د حکومت د مهربانۍ له مخې خوشې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسمشر غني د ستر سلاکار په وینا، په داسې حال کې چې د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې هره ورځ سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي، خو حکومت بې غوري کوي او طالبان د خپلو هغو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي چې په دغو بریدونو کې لاس لري.

هغه وویل: «هغه پېښه چې بېګاه شپه رامنځ ته شوه څوک یې ترسره کوي؟ هماغه دي چې ډاډه دي، که چېرې ونیول شي په سبا یې یا د بډو او یا هم د حکومت مهربانۍ له مخې خوشې کېږي او قانون پرې نه پلی کېږي.»

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي یا جوزا په لسمه، د کابل زنبق څلور لارې ته څېرمه له چاودیدونکو توکو ډک ټانکر موټر له امله خونړۍ چاودنه رامنځ ته شوه چې په دغه پېښه کې ۱۴۰کسان ووژل شول او له ۱۰۰ زیات کسان ټپیان شول، له دغې چاودنې وروسته د هماغه کال د غبرګولي په ۱۲مه د دغه موټربم برید په غبرګون کې اعتراضونه وشول، خو دغه اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل او امنیتي ځواکونو د محمد عالم ایزدیار د زوی محمد‌سالم ایزدیار په ګډون ۵ اعتراض کوونکي په ډزو ووژل.

په دې لړ کې د محمد‌سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې درې چاودنې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې ۹کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپیان شول. له هغه وخته د څلورو کلونو په تېرېدو سره د افغانستان د سني او شیعه عالمانو شورا رییس حبیب الله حسام، د سالم ایزدیار د څلورم تلین لمانځلو په مراسمو کې وویل چې ځانګړو کړیو د ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د دغو چاودنو له عاملانو سره همکاري کړې او د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کولو کې یې مرسته کړې ده.



نوموړی وايي، هغه دوه کسان چې د دغو چاودنو له عاملانو سره یې همکاري کړې دا مهال د دوو وزیرانو په توګه دندې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: «هغوي چې هر څوک وو یو لاس وو، یوه بودیجه او استعمالېدونکي تجهیزات وو، له دننه یو‌شمېر ځانګړو کړیو له هغوی سره مرسته کړې او د جنازې په مراسمو کې یې چاودنې کړي. هغو کسانو چې دا همکاري کړې دا مهال دوه تنه یې وزیران دي او ستر خلک دي.»

په ورته مهال د محمد‌سالم ایزدیار پلار او د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد‌عالم ایزدیار وايي، د څلورو کلونو په تېرېدو سره یې د زوی او څلورو نورو کسانو قاتلین نه دي نیول شوي.

نوموړی وايی، هغه کسان چې د حکومت په مشرۍ کې دي، د غبرګولي په دولسمه د اعتراض کوونکو په وژلو کې لاس لري.

ایزدیار وایي: «زه فکر کوم چې د حکومت لوړپوړي او ټیټ پوړي کسان چې پرېکړې کوي او په تېر د ملي یوالي حکومت کې یې زعامت پر غاړه درلود او نن یې هم پر غاړه لري په دغه قتل کې شریک دي.»

که څه هم ایزدیار وايي چې د ډله‌ییزو وژنو عاملانو محاکمې لپاره سیاسي اراده شتون نه لري‌، خو بیا هم عاملانو ته د سزا د ورکړې غوښتونکی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام