Asset 1SWN

هلمند کې تېرو جګړو او وچکالۍ ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

unnamed

د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو او وچکالۍ پر مهال شاوخوا ۶۵ سلنه میوه‌لرونکي باغونه له منځه تللي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند د کرنې ریاست د نباتاتو د اصلاح متخصص مدیرعبدالمنان امیري په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د ثبت شویو شمېرو له مخې کابو ۶۵ سلنه باغونه په هلمند کې له منځه تللي چې ډېری یې په هغو سیمو کې دي چې خلک د تېرو جګړو له امله ترې کوچېدلي او یا د وچکالۍ له امله له منځه تللي.»

حاجي غلام‌رحیم د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالي د کلاب کارېز اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د تېرو جګړو او وچکالیو له کبله یې ګڼ‌شمېر باغونه زیامن یا له منځه تللي دي.

نوموړی چې اوس لښکرګاه ښار ته د خپل بڼ د بیا زرغونولو لپاره د نویو نیالګیو پېرلو په موخه راغلی، وايي: «زموږ باغونه له منځه تللي. زه په نویو نیالګیو پسې راغلی یم، کوښښ کوم داسې نیالګي وپېرم چې کمو اوبو ته اړتیا ولري. په تېرو وچکالیو کې زموږ د سیمې کابو اتیا سلنه باغونه وچ شول، یوازې یو شل سلنه به پاتې وي.»

په همدې حال کې د هلمند د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی محمد بیا وايي، د له منځه تللو باغونو د بېرته زرغونولو په موخه ورسره چا همکاري نه‌ده کړې.

هغه غوښتنه کوي چې دولت او د کرنې اړوند مرستندویه موسسې دې ورسره د بڼونو د مسلکي روزنې او نیالګیو برخه کې مرستې وکړي.

نوموړی زیاتوي:«له ځینو ځایونو پرته د نوزاد ټول باغونه له منځه تللي، یوازې د ناوې په نوم نوزاد کې یوه سیمه ده، هلته اوبه نسبتاً لوړې وې؛ نو یو څه باغونه شنه پاتې دي.»

خو د هلمند د کرنې ریاست د څېړنیز فارم مدیر فریداحمد ناصري وايي، د له منځه تللو باغونو د بیا جوړولو په موخه د ROP مرستندویه موسسې په مالي همکارۍ يې د بیا زرغونولو عملي چارې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «په ګرمسېر، ناوه، نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې د ROP موسسې له‌خوا د زړو او له منځه تللو باغونو د بیا زرغونولو او را ژوندي کولو لپاره عملي چارې پیل شوي. د دې تر څنګ، کروندګرو ته د باغونو لپاره سیمنټي پایې هم ورکوي، وزارت هم په یاده برخه کې د بودیجې د تصویب پلان لري.»

 دا داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د کرني او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال فضل‌باري فضلي هلمند کې د سږنیو نیالګیو د وېش پر مهال وویل چې سږ کال به د کرني، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له‌خوا ۶،۸ میلیونه نیالګي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کېنول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام