هلمند کې کلونو جګړې، وچکالۍ او وزګارتیا لامل شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند او اقتصاد منفي اغېزې وکړي.

هلمند کې یو‌شمېر کورنۍ وايي چې د وزګارتیا، بې‌وزلۍ او امکاناتو نشتون له کبله په زړو او نیمه ورانو هټیو کې ژوند کوي. سمېع‌الله چې د درېوو اولادونو پلار دی، په یوې زړه هټۍ کې د ژمي سړې شپې او ورځې تېروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې ژوند یې له ډېرو لوړو او ژورو تېرېږي او د خوړو لپاره یوازې دوه منه اووړه لري.

نوموړي وویل: «یو کوچنۍ د څلورو میاشتو لور لرم په درې میاشتو کې د یخ له امله درې ځلي ناروغه شوې ده. د کور د کرایې وس نه‌لرم ځکه مې دلته په دکانونو کې اړولي. دوه ورځې مخکې مې یوازې دوه منه اووړه رانیول، دکانونه یخ دي، د بټو وس نه‌لرم.»

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې یوشمېر نورې کورنۍ هم ورته نامعلومه برخلیک سره مخ دي. دوی وايي چې د هستوګنیزو کورونو لوړې کرایې، وزګارتیا او اقتصادي ستونزو اړ کړي چې زړې هټۍ او مارکېټونه د سرپناه لپاره غوره کړي.

د هلمند اوسېدونکي ښایسته‌خان سلام‌وطندار ته وویل: «مخکې په کرايي کور کې وم، کرایه راباندې ډېره شوه، د کور سامان یې د باندې راته وغورځول، مجبوره شوو دلته مو پنا راوړه، دا یو نیم کال کېږي، دلته مې اړولي،  تراوسه مو چاه غږ نه دی اورېدلی او نه چاه مرسته راسره کړې.»

په ورته مهال د هلمند مسوولان وايي، بېلابېلو ادارو څخه جوړ شوي کمېسیون ته یې دنده سپارلې چې لښکرګاه ښار او نورو سیمو کې واقعي اړمنې کورنۍ تثبیت او مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ یې اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل: «د ولایتي رهبرۍ له‌خوا د بېلابېلو دولتي ادارو څخه یو جوړ شوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، څو واقعي اړمنې کورنۍ تثبیت اړتیاوو ته یې رسېدنه وشي او یادې کورنۍ د دې جوړ شوي کمېسیون سره په تماس کې شي.»

اخوا یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، هېواد کې د بې‌وزلۍ کچې لوړېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، بېوزلي پراخې ټولنیزې سرکښۍ او بې‌ثباتۍ  ته لار هواروي.

د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد اسدالله اندیال وویل: «دا حالت ځورونکی دی، څو چي د میکانیزه اقتصاد لپاره کار ونه‌کړو، د داخله منابعو څخه د ګټې اخیستنې زمینه مساعده نه کړو، د بې‌وزلۍ او وزګارتیا وزرې لا پسې غوړیږي چې له دې سره د غلا کچه لوړېږي، ټولنیزې سرکشي او بې‌ثباتۍ رامنځته کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

هلمند کې د شته وزګارتیا او بې‌وزلۍ څخه شکایتونه داسي مهال دي چې د هېواد نورو ولایتونو کې هم اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ ګڼې کورنۍ له نامعلوم برخلیک او ستونزو سره مخ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام