کابل کې رضاکاره ځوانانو پر نږدې ۳۰۰ کورنیو د ډبرو سکاره ووېشل

کابل کې یوشمېر اړمن چې د ډبرو سکرو لپاره را ټول شوي وايي، بې‌وزلي یې لامل شوې چې یوشمېر ورځې په لوږه او سړه هوا کې بېګاه کړي.
رخسار چې د ۱۰ کسیزې کورنۍ مسوولیت یې ور له غاړې دی، وايي چې د خلکو کورونه پاکوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ دودۍ پیدا کړي.

بلېنکن: که پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې نه‌شي، پر ا.ا به نور فشار هم راوړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سیمې ته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له سفر سره هم‌مهاله ویلي، که ا.ا پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې نه کړي، نور فشار به هم پرې راوړي. خو د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ به خپلې تګلارې ته دوام ورکړي.

جوزجان کې یوه نوې جوړه شوې فابریکه د ورځې ۳۵ ټُنه اوړه تولیدوي

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د ترکستان په نوم د اوړو د تولید فابریکې مسوول بازمحمد وايي، یوه شپه او ورځ کې ۳۵ ټنه اوړه تولیدوي.

هغه وویل، د فابریکې بېلابېلو برخو کې ورسره ۳۰ کسان کار کوي او زیاتره تولید شوي اوړه هم فاریاب، سرپُل او کابل ولایتونو ته صادروي.

هلمند کې د جګړې او بې‌وزلۍ اغېزې؛ یو‌شمېر کورنۍ زړو هټیو کې ژوند کوي

هلمند کې کلونو جګړې، وچکالۍ او وزګارتیا لامل شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند او اقتصاد منفي اغېزې وکړي.

هلمند کې یو‌شمېر کورنۍ وايي چې د وزګارتیا، بې‌وزلۍ او امکاناتو نشتون له کبله په زړو او نیمه ورانو هټیو کې ژوند کوي. سمېع‌الله چې د درېوو اولادونو پلار دی، په یوې زړه هټۍ کې د ژمي سړې شپې او ورځې تېروي.

د اوبلن ګازو د بیې لوړوالی؛ کابل ښاریان: ستونزو سره مخ یوو

د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د اوبلن ګازو د بیې له لوړوالی شکایت کوي.
د پلازمېنې یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې کابل کې د هوا سړېدو او د برښنا نشتون سربېره د ګازو د بیې لوړېدو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له حکومت غواړي چې بیې کنټرول کړي.

پېښور کې پولیس لاریونوال: حکومت دې زموږ غم‌وخوري، تر کله به وژل کېږو

پاکستاني رسنیو نن پنج‌شنبه د سلواغې ۱۳مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت پولیسو لاریون کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لګسونه پولیسو پرون چهارشنبه‌ د سلواغې ۱۲مه/ جنورۍ لومړۍ په پېښور کې د شوي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون کړی او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د برید په اړه څېړنې وکړي.