د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د اوبلن ګازو د بیې له لوړوالی شکایت کوي.
د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې د هوا سړېدو او د برښنا نشتون سربېره د ګازو د بیې لوړېدو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل د «کلولهپشتې» سیمې اوسېدونکې مرضیه وايي: «کله چې برښنا نه وي، موږ له ګازو استفاده کوو. د ګازو بیه لوړه شوې او ۸۵ افغانیو ته رسېدلې ده. باید لږ انصاف وي او نرخونه راټيټ شي. خلک یې چې نهلري څه وکړي، ژمی سوړ او واوره او باران هم دی.»
په ورته مهال احمد چې د کابل د «برکي څلور لارې» کې نانوايي لري، وايي، د ګازو د بیې لوړوالي د نوموړي پر کاروبار منفي اغېزه کړې او عاید یې کم شوي دي.
بلخوا د کابل ښار د ګازو پلورونکي وايي چې د وروستۍ یوې اوونۍ پر مهال د یوه کیلو ګازو بیه له ۶۲ افغانیو ۸۵ افغانیو ته لوړه شوې ده چې ورسره یې خلک د پېرلو توانه نهلري.
د ګازو یو پلورونکی عزیزاحمد سلاموطندار ته وویل چې سوداګر ګاز په ټيټه بیه هېواد ته واردوي، خو د لارو په تړلکېدو سره د وارد شوي ګاز بیه لوړوي. د نوموړي په وینا، بازارونه او شرکتونه نه کنټرولېږي او سوداګر هر څه په خپله خوښه پلوري.
په ورته مهال د نفت او ګازو دولتي شرکت مسوولان وايي چې کابل ته د غځېدلو لویو لارو تړل کېدل او د بېکیفیته ګازو نه واردات لامل شوي چې د ګازو بیه لوړه شي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې افغانستان د اړتیا وړ اوبلن ګاز له ایران، روسیې او ترکمنستان څخه واردوي او هر کال د ژمي پر مهال د لویو لارو په تړلکېدو سره د سوند توکو په ځانګړې توګه د ګازو بیه لوړېږي.