د هند کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ له ګټلو وروسته له نیوزیلنډ څخه یې د شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.
د هند کرېکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه په یوې په زړه پورې لوبه کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته د شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کې د ۱۶۸ منډو په توپیر ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۲-۱ وګټله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هند دې لوبه کې د شوبمن ګېل د ناسوځېدلو ۱۲۶ منډو پر مټ په شلو اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۴ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلنډ لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې له سترې ماتې سره مخ شوه او ټوله لوبډله په ۱۲.۱ اوور کې په ۶۶ منډو وسوځېده.
د هند لپاره په توپ اچوونه کې هارډ پانډیا څلور اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول. ارشډیف سېنګ، عمران ملک او شیفام ماوي بیا دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.
د شل اووره سیالیو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی هارډ پانډیا ونومول شو چې درېوو سیالیو کې یې پنځه لوبغاړي سوځولي وو او ۶۶ منډې یې جوړې کړې وې. شوبمن ګېل بیا د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د هند کرېکټ ملي لوبډله له دې وروسته په خپل کوربهتوب د فبرورۍ په نهمه له اسټرالیا سره د څلور ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.