Asset 1SWN

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې هندۍ لوبډله په ۱۸۶ منډو وسوځوله

۷۷۷۷

د هند او بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګلدېش لوبډلې هندۍ لوبدله په ۱۸۶ منډو وسوځوله.

د یادې لوبې پچه بنګلدېش وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. د هند لپاره په توپوهنه کې کېل راهول ښه وځلېد او ۷۳ منډې یې جوړې کړې. روهیت شرما ۲۷ او شرییاس اییر ۲۴ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هندۍ لوبډلې له پنځوس اورونو څخه یوازې ۴۱.۲ اورونه ولوبول او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۸۶ منډو له لاسه ورکړه.

د بنګلدېش لپاره نن په توپ اچوونه کې شکېب‌الحسن او عبادوت حسین ښه وځلېدل. شکېب‌الحسن پنځه او عبادوت حسین څلور وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

بنګلدېش خپله توپوهنه پیل کړې او د یوه لوبغاړي په سوځېدو یې اووه منډې جوړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام