Asset 1SWN

نیوزیلنډ او پاکستان نن دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

352249

د نیوزیلنډ او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ترمنځ د روانې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ  دویمه لوبه نن ترسره کېږي.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته په شپږو وېکټو ماته ورکړې ده. د نیوزیلنډ لوبډلې په دغه لوبه کې پاکستان ته د ۲۵۶ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان د ۴۹ اوور په لومړي بال ترلاسه کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ټاکل شوې دویمه یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه له غرمې وروسته ۲ بجې د کراچۍ لوبغالي کې ترسره شي.

پاکستان او نیوزیلنډ له دې وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې پنځه ځله سره مخ شوي چې درې لوبې پاکستان او یوه لوبه بیا نیوزیلنډ ګټلې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه د باران له امله لغوه شوې ده.

خو نیوزیلنډ په وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې بیا یوازې دوه ځلې بریا خپله کړې، یوه ماته لري او دوه لوبې یې د باران له امله نه دي شوي. پاکستان خپلې وروستۍ پنځه یو ورځنۍ ټولې لوبې ګټلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله به هڅه کوي، څو کېدونکې دویمه لوبه کې بریا خپله کړي او د یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ د ګټلو هیلې ژوندۍ وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام