د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ یا «پي‌اېس‌اېل» اووم پړاو سیالیو پایلوبه کې سبا شپه ملتان سلطان لوبډله له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبه کوي.

د یاد لیګ نیمه پایلوبې ته څلور لوبډلو لار موندلې وه چې په پای کې ملتان سلطان او لاهور قلندرز لوبډلو د یاد لیګ پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملتان سلطان، لاهور قلندرز، اسلام‌اباد یونایټډ او پېښور زلمي هغه لوبډلې وې چې د پي‌اېس‌اېل اووم پړاو نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې وه چې ملتان سلطان په لومړۍ نیمه پایلوبه کې لاهور قلندرز ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووتله.

په ورته مهال په ایلیمینیټور سیالۍ کې بیا پېښور زلمي او اسلام‌اباد یونایټډ سره مخ شول چې یونایټډ پېښور له مخې پورته کړ.

پایلوبې ته د تلو لپاره بېګاه شپه په دویم ایلیمینیټور یا پلې‌اووف لوبه کې بیا لاهور قلندرز له یوې په زړه‌پورې سیالۍ وروسته، اسلام‌اباد یونایټډ‌ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ سږني کال کې یو‌شمېر افغان لوبغاړي هم د لوبو لپاره اخیستل شوي و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد لیګ د تېر پړاو پایلوبه کې ملتان سلطان لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړې وه او د دې لیګ اتلولي یې په خپل نوم کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام