د اسیا کرېکټ جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن هانګ کانګ لوبډله له عربي متحده اماراتو او کویټ له سینګاپور لوبډلې سره لوبېږي.

هانګ کانګ تراوسه په خپلو دوو لوبو کې بریا خپله کړه او د ډېرو امتیازونو په لرلو سره د یادو سیالیو د جدول په سر کې ده. امارات کرېکټ لوبډلې بیا دوه لوبې کړي چې یوه یې ګټلې او دویمه یې بایللې ده او د جدول په دویم ځای کې شتون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کویټ هم د یوې لوبې په ګټلو سره درېیم او سینګاپور بیا د جدول وروستی ځای خپل کړی چې روانو سیالیو کې یې تراوسه یوه لوبه هم نه ده ګټلې.

هانګ کانګ لوبډله که له متحده عربي اماراتو نننۍ لوبه وګټي، نو په مستقیمه توګه به د روان کال د اسیا کرېکټ جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

دغې لوبې چې د عمان هېواد په کوربه‌توب په ال‌امارت لوبغالي کې روانې دي، د شته څلورو لوبډلو ترمنځ به یوازې یوه لوبډله اسیا جام کرېکټ ته لار پیدا کړي چې هلته به له هند او پاکستان سره په ګروپ کې یوځای شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسیا کرېکټ جام سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۲۷ نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلېږي چې لومړۍ لوبه به یې د افغانستان او سریلانکا کرېکت ملي لوبډلو ترمنځ وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام