Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن بنګلور له ډیلي او لکناو له پنجاب سره لوبه کوي

357857

 د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به رویل چلنجرز بنګلور له ډيلي کپېټلز او لکناو سوپر جاینټز به له پنجاب کنګز سره سیالي وکړي.

د بنګلور او ډیلي لوبډلو سیالي به نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې او د لکناو او پنجاب لوبډلو لوبه به نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ډیلي کپېټلز لوبډلې روان ای‌پي‌اېل لیګ کې تراوسه څلور لوبې کړي چې څلور واړه یې بایللي او نن به هڅه کوي چې دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړي.

بنګلور لوبډلې بیا تراوسه درې لوبې کړي یوه یې ګټلې او دوه یې بایللي دي. بنګلور که څه هم تراوسه ښې لوبې کړي، خو هغه ډول چې پایلې یې نه دي ترلاسه کړي چې ترې تمه کېږي.

بنګلور که څه هم تېره لوبه کې د لکناو پر وړاندې ښکلې سیالي وکړه او د ۲۰۱۳ منډو هدف یې ټاکلی و، خو وروستیو کې یې لوبه له لاسه ووتله.


ممبی انډیینز نن شپه ای‌پي‌اېل لیګ کې ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن شپه بنګلور له لکناو سره لوبه کوي

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ډیلي له راجستان او چینای له ممبی سره لوبه کوي


بل‌خوا لکناو لوبډله چې تراوسه یې دغه لیګ کې څلور لوبې کړي او یوازې یوه لوبه یې بایللې، سږني ای‌پي‌اېل کې پیاوړې راښکاره شوې او د جدول دویم ځای یې خپل کړی دی.

پنجاب کنګز که څه هم تراوسه څلور لوبو کې دوه ګټلي او دوه یې بایللي، هڅه به کوي چې نننۍ لوبه کې لکناو ته ماته ورکړي او جدول کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ای‌پي‌اېل لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا سنرایزر حیدراباد ښکلې لوبه وکړه او کلکته نایټ‌رایډرز یې د ۲۳ منډو په توپیر مات کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام