Asset 1SWN

ممبی انډیینز نن شپه ای‌پي‌اېل لیګ کې ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي

357747

د هند کرېکټ غوره لیګ یا اي‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام په دغه لیګ کې ممبی انډیینز له ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د ډیلي په ارون جایټلې لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ممبی او ډيلي دواړه هغه لوبډلې دي چې په روان ای‌پي‌اېل لیګ کې یې تراوسه کومه لوبه نه ده ګټلې. ممبی انډیینز درې سیالي کړي چې درې واړه یې بایللي او ډیلي بیا دوه لوبې کړي او دواړو کې یې ماته خوړلې ده.

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا لکنا لوبډلې بنګلور ته په خپل کور کې ماته ورکړه. یاده لوبه چې تر وروستي بال ورسېده، لکنا لوبډلې په‌کې بریا خپله کړه او د جدول سر ته پورته شوه.

بنګلور لوبډلې که څه هم بېګاه ښکلې لوبه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې جوړې کړې وې چې لکناو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په وروستي بال ترلاسه کړه.

د ای‌پي‌اېل روان لیګ د جدول په سر کې دا مهال لکناو له څلور لوبو څخه درېوو بریا سره لومړی، راجستان رویلز له درېوو لوبو دوو بریا سره دویم او کلکته نایټ‌رایډرز هم په دوو بریا او یوې ماتې سره درېیم ځای کې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ډیلي کپېټلز بیا روان لیګ کې درې لوبې کړي چې درېوو کې یې ماته خوړلې او د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام