د ترور شویو پخوانیو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د تېر جمهوري نظام د یوه عسکر بوره مور په ژړغوني غږ وايي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو یې څه موده مخکې زوی په ډزو وژلی دی.
د دغې مور په خبره، تر اوسه هېچا دا ورته روښانه نه کړه چې زوی یې چا او ولې وواژه؟ خو زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې څو ځله د هغه د وسلې او موټرسایکل ترلاسه کولو په موخه کور ته ورغلي دي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د وري ۲۳مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (سه‌شنبه د ۱۴۰۲ د وري ۲۲مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

کابل کې خیاطان: وروستۍ یوې میاشت کې مو کاروبار ۸۰سلنه ښه شوی

د اختر په را نږدې‌کېدو سره کابل ښار کې د افغاني جامو یوشمېر خیاطان وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې پېردونکي ۸۰سلنه ډېر شوي دي.

د کابل ښار دغه خیاطان همداراز زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له افغاني جامو سره د خلکو د لېوالتیا ډېره شوې چې د دوی کار ورسره ښه شوی دی.

بلوچستان کې وسله‌واله نښته؛ څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه ښار کې د یوې وسله‌والې نښتې پرمهال څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه د اپرېل یوولسمه راپور ورکړی چې پېښه بېګاه ناوخته د کوټې ښار اړوند کچلاغ سیمه کې رامنځته شوې ده.

غزني کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشوم وژل شوي

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه د دغه ولایت د ناور ولسوالي په «ګلزار برجګي» کلي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوه هلک او یوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ناپېژنده وسله‌وال د بدخشان د ارګو ولسوالي د روغتون امر وژلی

بدخشان کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د وري ۲۰مه د دغه ولایت د ارګو ولسوالي د «شتک» روغتون امر احمدتمیم د ناپېژنده وسله‌وال په برید کې وژل شوی دی. بل‌خوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي هم د یاد ډاکټر وژنه تاییدوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.