بدخشان کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د وري ۲۰مه د دغه ولایت د ارګو ولسوالي د «شتک» روغتون امر احمدتمیم د ناپېژنده وسلهوال له لوري وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړه چې دغه ډاکټر له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یوځای دغه روغتون کې اوسېدل او وسلهوال کس په دې پلمه چې عاجل ناروغ لري، له روغتونه بهر غوښتلی او وژلی یې دی.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې د ارګو ولسوالي د «شتک» روغتون امر دغه روغتون کې نوکري و او د ناپېژنده وسلهوال له لوري وژل شوی دی.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس عتیقالله فیضي وايي چې د دغه ډاکټر مېرمن د یاد روغتون مالي چارې پر غاړه لري او له خپل خاوند سره یوځای یې دغه روغتون کې ژوند کاوه.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د قاتل د نیولو هڅې کوي، خو په وینا یې، تراوسه یې د پېښې په اړه څوک نه دي نیولي.
بلخوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي هم د یاد ډاکټر وژنه تاییدوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بدخشان کې د یوې سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، احمدتمیم د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې د ارګو ولسوالي د شتک روغتون د امر په توګه ګومارل شوی و.