Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو پروان کې یو کس د چاقو په وسیله وژلی

ولایت-پروان

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس د چاقو په وسیله وژلی دی.

د پروان د امنیې قومندان محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار ۶:۳۰ بجې د جبل‌السراج ولسوالي اړوند عشق‌اباد کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې یو ۲۸ کلن کس وژل شوی دی. د پروان د امنیې قومندان د یادې پېښې د انګېزې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې اړوند امنیتي بنسټونو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.

دا په داسې مهال دی چې پرون د بغلان په خوست-بغلان ولسوالي کې د خپل‌منځي شخړې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د بغلان د امنیې قومنداني مطبوعاتي مسوول شیراحمد برهاني سلام‌وطندار ته وايي، د خوست-بغلان ولسوالي عابدخېلو سیمه کې  د چنار ونو د وېش پر سر د تره زامنو د خپل‌منځي شخړې له کبله دوه د تره زامن وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د برهاني په وینا، د پېښې په تړاو امنیتي ځواکونو یو کس نیولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام