Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې د ماین چاودنې له کبله ۵ پولیس وژل شوي

unnamed-7-248x165 (1)

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د لویې لارې قطعې پر قوماندان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې د قطعې د قوماندان په ګډون، ۵ پولیس په‌کې وژل شوي دي.

د پروان د امنیې قومانداني د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمدصادق هاشمي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یاده پېښه نن سهار ۱:۳۰ دقیقې د چاریکار ښار په «عبدي‌بای» سیمه کې شوې ده.

د هاشمي په وینا، د امنیتي ځواکونو هاموې ټانګ له یادې سیمې تېرېده چې ماین چاودنه پرې شوې او په پایله کې یې د لویې لارې قوماندان، یو ساتنمن او ۳ سرتېري وژل شوي دي.

طالب ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سړک غاړې ماین چاودنې تل په هېواد کې د ملکیانو او نظامیانو ژوند اخلي.

کلیدواژه‌ها: //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام