د تېرې جمعې ماښام موټربم برید چې د لوګر ولایت مرکز پل عالم اړوند لومړۍ ناحیه کې د دې ولایت د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پرمېلمستون وشوه، حاجي عبدالرحمن د خپلې کورنۍ درې غړي چې دوه یې د تره زامن او یو یې د ښينې زوی و، په دې چاودنه کې له لاسه ورکړی او پنځه نور نږدې خپلوان یې ژور ټپیان شوي دي.

نوموړی چې د خفګان او غم ترخې څپې ځپلی، وچې شونډې او تریخ تندی د روژې په تود لمر کې له خپلو ملګرو سره یوځای د تېرې جمعې ورځې د موټربم چاودنې په سیمه کې ګرځېده، سلام‌وطندار ته وویل، په ټول ژوند کې یې داسې ستر غم نه و لیدلی.

هغه زیاتوي، د پېښې ډېری قربانیان د ازرې ولسوالي د اکبرخېلو سیمې اوسېدونکي دي او د یادې سیمې پر هرې کورنۍ د غم ټغر خور دی.

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالي د قربانیانو کورنۍ دا غړی د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي او سوله او تلپاتې اوربند وکړي.

نوموړی د لوګر ولایت پر امنیتي او کشفي ادارو غږ کوي چې د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون د شوي برید په اړه جدي څېړنه وکړي او پایله دې یې له خلکو سره شریکه کړي.

عزیزالرحمان وایي، دغه برید د دوی په ولسوالي کې ګڼ‌شمېر مېرمنې کونډې، میندې بورې او ماشومان یتیمان کړي چې په خبره یې، اوس ولسوالي د ویر پر ټغر بدله شوې او له هر کوره د ژړا غږونه پورته کېږي.

بله‌خوا د لوګرد ولایتي شورا غړی عدالت عبدالرحیم‌زی وایي، په پېښه کې د سر زیان سربېره، خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي او له زیانمنو کورنیو سره باید بیړنۍمرستې وشي.

د لوګر په مرکز پل علم کې د روانې میاشتې په ۱۰مه د جمعې ماښام د یوه مازدا ډوله موټر په وسیله د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون چاودنه وشوه چې د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په یاد برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

په دې چاودنه کې د ولایتي روغتون ترڅنګ، څو نورې دولتي ودانۍ، سوداګریز مارکېټونه، هټۍ او استوګنیز کورونه تر ډېره ویجاړ شوي او ګن‌شمېر خلکو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د دغه موټربم چاودنې مسوولیت چې دولت یې د طالبانو کار بولي، تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې د زیانونو کچې معلومولو لپاره یو دولتي پلاوی ټاکل شوی او په پام کې ده چې تر څېړنې وروسته له زیانمنو سره د مرستې لړۍ هم پېل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام