بېګاه شپه شاوخوا ۸بجې د کابل ولایت د لسمې حوزې اړوند شېر‌پور سیمه کې د دفاع وزارت چارسمبالي بسم‌الله محمدي پر کور زورورې چاودنې ګڼ‌شمېر سیمې ولړزولې او د ښار چوپتیا یې ماته کړه.

وسله‌والو طالبانو د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او خبرداری یې ورکړی چې دغه برید، د افغان حکومت د مهمو چارواکو څخه د غچ اخیستلو د عملیات پیل دی چې د ملکیانو د وژلو امر یې ورکړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته دغه ډله د جنایت پر وړاندې چوپه نه شي پاتې کېدلی او په ټول ځواک سره به یې پر وړاندې ودرېږي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دغه برید کې ۸کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر کسان ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل: «د کابل په شېرپور سیمه کې د وحشي ترهګرو په برید کې له بده‌مرغه ۸کسان شهیدان شوي او له ۲۰ډېر ټپیان لرو چې ډېری یې ملکیان دي. د بریدګرو شمېر ۵ کسان وو چې له ۵ساعته مقاومت وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.»

بل‌خوا د پېښې عیني شاهدان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د وژل شویو او ټپیانو شمېره ناسمه یادوي او وایي، نږدې ۵۰ ملکیان چې د پېښې په سیمه کې وو، وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

د پېښې عیني شاهد خیر‌الدین وایي: «هلته مې هټۍ ده او کمره هم لري، یوه مازدا ډوله موټر په چټکۍ تېریږي او وروسته پسې یو کرولا موټر دی، مازدا تېریږي او کرولا له یوه فرونر سره ټکر کوي، په هغه کور چې برید شوی څلور بریدکوونکي ور ننوځي او ډزې پیلېږي. دلته له یوه دفتر څخه چې مونږ ورنه معلومات لرو، یوازې ۱۵ کسان شهیدان دي.»



د عیني شاهدانو په وینا، بېګاني برید له ځاني زیانونو سربېره د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ‌شمېر مالي زیانونه هم اړولي دي. دوی وایي چې د کورونو ټولې ښيښې یې ماتې شوي او له ښار ۷بجو څخه یې پر پاکولو لګیا دي چې په وینا یې، خلاصېدل یې نشته.

د پېښې عیني شاهد عبدالله وایي چې له دې حکومت، مشرانو او له دې هېواده ستړی شوی او حیران پاتې چې په دې هېواد کې پاتې ژوند څه ډول تېر کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بېګاه شپه د دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي کور ته څېرمه له موټربم چاودنې وروسته وسله‌وال برید کوونکي د هغه مېلمستون ته ورننوځي او له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیلوي.

په دغه برید کې د دفاع سرپرست بسم‌الله محمدي او نور چارواکي چې د هغه کور کې موجود وو، زیان نه دی اوښتی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام