Asset 1SWN

سلام وطندار

د پولیسو هېڅ مسوول پر ټولنیزو رسنیو د تصویر خپرولو حق نه لري

police-270x151

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو هېڅ مسوول حق نه لري چې خپل تصویر پر ټولنیزو رسنیو خپور کړي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین دا موضوع پر خپلې ټویټرپاڼې خپره کړې او لیکلي یې دي چې د هر امنیتي مسوول له لوري ځانته کېدونکي تبلیغات د پوښتنو ګرېوګنو عواقب له ځان سره لري.

که څه هم ارین د کورنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل نه دی روښانه کړی، خو ښايي امنیتي مسایل یې لامل واوسي.

اوس ډېری امنیتي ځواکونه په ټولنیزو رسنیو کې خپل اکونټونه لري او د تصویرونو خپرولو تر څنګ، ځینې نور مسایل هم په‌کې خپروي.

په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو پېښې ثبت شوې دي. په تازه پېښه کې د پنجشنبې په ماښام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په میرویس میدان سیمه کې د ملي اردو دوه سرتېري ترور شول.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام