اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایت

کابل کې یو‌شمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت حکومتي چارواکي د اړوند موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه ورکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو خبریال تاج‌ولي غورځنګ وايي چې رسنۍ معلوماتو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته پر وخت معلومات ورکړي.