کابل کې یو‌شمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت حکومتي چارواکي د اړوند موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه ورکوي او دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کابل کې د یوې راډیو خبریال داوود مبارک وايي، له څو ورځو راهیسې کابل کې د جوړېدونکې غونډې په اړه د حکومتي چارواکو د ځواب موندلو هڅه کوي، خو په وینا یې، حکومتي چارواکي د یادې غونډې د څرنګوالي په اړه ځواب نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه له ډېرې مودې راهیسې دوام لري او خبریالان نه‌شي کولای چې د سترو ملي مسایلو او یا هم ورته موضوعاتو په اړه د حکومتي چارواکو ځواب ترلاسه کړي.

کابل کې خبریال تاج‌ولي غورځنګ وايي، رسنۍ معلوماتو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته پر وخت معلومات ورکړي.

د کلید راډیو خبریال تاج ولي غورځنګ او د الجزیرې خبریال منصورنیازی وایې چې رسنی معلوماتوته اړتیا لرې او حکومتي مسولین باید رسنیو ته د ورکړل شوي حق پر اساس پر وخت معلومات ورکړي.

د نوموړي په وینا، که رسنیو او ولس ته چارواکي معلومات ورنه‌کړي، دا به د دې لامل چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن پیدا کړي.

نوموړي وویل: «دا هغه څه دي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې له بده مرغه خبریالان معلوماتو ته د لاسرسی په برخه کی ستونزې لري. کله ناکله خبریالان د یوې وړې موضوع لپاره ورځې او ساعتونه په تمه کېږي، څو د حکومت غږ واخلي.»

په همدې حال کې د رسنیزو بنسټونو د فدراسیون غړی ظریف کریمي وايي، که څه هم معلوماتو ته لاسرسی د خبریالانو قانوني حق دی، خو افغانستان کې ورته پاملرنه نه کېږي.

د کریمي په وینا، ځیني حکومتي چارواکي له یاد قانون څخه سرغړونه کوي او رسنیو ته پر وخت او کره معلوماتو رسولو کې ځنډ او یاهم هېڅ ورته پاملرنه نه کوي. نوموړی وايي، معلوماتو ته د خبریالانو د نه لاسرسي دوام سره به عام خلک رسنۍ او حکومت تر پوښتنې لاندې راولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم حکومتي چارواکې په ځانګړې ډول ویاندویان تل ژمنه کوي چې له رسنیو سره پوره همکاري کوي، خو موږ د همدې راپور په اړه د حکومتي ویاندویانو سره اړیکه ونیوله او په نظر اخیستلو یې بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام