د وروستیو ورځو پرمهال هېواد کې اطلاعاتو  ته لاسرسی په جدي توګه محدود شوی چې د خبریالانو اندېښنې یې راپارولي دي.

دوه ورځې وړاندې کابل کې د کرېکټ لوبغالي کې چاودنه او نن په پلارمېنه راکېټي برید، هغه څه دي چې اړوندو ادارو یې خبریالانو سره معلومات نه دي شریک کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پر کابل د توغندیز برید او د کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د شوې چاودنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې د کره شمېرو په اړه د حکومت د ویاندویانو له لوري رسنیو سره  معلومات نه شریکول، د خبریالانو له نیوکو سره مخ شوي دي.

په همدې حال کې سلام‌وطندار د روانې جولای میاشت کې د حکومت د ویاندویانو څخه معلومات غوښتي چې له ۲۲ پېښو څخه یې ۱۶ پېښو کې حکومتي ویاندویانو د سلام‌وطندار خبریالانو ته ځواب نه دی ورکړی.

په ورته مهال یو‌شمېر خبریالان هم دې برخه کې د شته ستونزو له امله نیوکه کوي او له حکومت غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

کابل کې خبریاله صوبر پارسا وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ ده او څوک نشته چې د پېښو په اړه ترې معلومات واخلي.

بل‌خوا د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاو له نه‌شتون نیوکه کوي او له حکومت غواړي چې دې برخې ته پام وکړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي وايي، که څه هم اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې شته ستونزې له کلونو راهیسې دي، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ډېرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې سرپرست حکومت دې برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې، خو په وینا یې، تراوسه نه ده حل شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د مسوولانو له لوري فشار او د خبریالانو نیول او وهل ډبول، هغه سترې ننګونې دي چې هېواد کې خبریالانو ورسره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام